کندهار کې ۱۰ طالبان ووژل شول او د چاودیدنکو توکو یو ډیپو يې له منځه یوړل شو
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت د ارغنداب، پنجوايي او شاه ولیکوټ ولسوالیو اړوندو سېمو کې عملیات تر سره کړل.
د دغو عملیاتو په پایله کې، ۱۰ طالبان ووژل شول، ۱ تن ټپي شو او د دشمن د چاودیدونکو توکو ۱ ډیپو، ۲ موټر سایکل، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.