بلخ کې د طالبانو د دوه قوماندانانو په ګډون ۷ ترهګر وځپل شول

s.mohmand

تېره ورځ ماز دیګر دفاعي او امنیتي ځواکونو بلخ ولایت کلدرې ولسوالۍ کې طالبانو پر وړاندې هدفمند عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې د طالبانو د دوه ارشد مشران یادي ولسوالۍ لپاره تش په نوم ولسوال نعمت الله مشهور په "یحی" او د سرې قطعې مرستیال اسدالله مشهور په "خلیل"په ګډون, ۲ ساتونکو سره یو ځای ووژل شول او ۴ ټپیان شول.

همداراز دفاعي او امنیتي ځواکونو بلخ ولسوالۍ شرشک سیمه کې ۳ طالبان وژلي او ۴ يې ټپیان کړل.

دغو نښتو کې د دښمن یوه دوربین لرونکې وسله ۲ کلاشینکوفونه، ۱ پایه مخابره، یو موټرسایکیل او یوه اندازه وسلې او مهمات دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.