هلمند کې د وسله والو طالبانو ۸ تنه جنګيالي ووژل شول
د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ اړوند مومين خان سيمه کې د وسله والو طالبانو ۸ تنه جنګيالي وژل شوي، دوه ميله کلاشينکوف، يو ميل پيکا او يو قبضه راکټ يې له منځه تللي.
هوايي ځواکونو په ياد بريد کې د وسله والو طالبانو د شل کسيزو جنګیالیو يو قوماندان ملا جمعه ګل هم وژل شوی دی، چې د سرې قطعې جنګیالیو ته يې د ناوې ولسوالۍ په مومين خان سيمه کې د جګړې لارښوونې کولې.