په کندهار ولایت کې د طالبانو له برید مخنیوی شوی او ۴ طالبان مړه او ټپیان شوي

s.mohmand

تیره شپه د طالبانو یوې ډلې پلان درلود، د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ اړوند دوآب سيمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.

د هیواد ملي دفاعي ځواکونو د دغه بریدونو د عملي کیدو مخنیوی وکړ چې په پایله کې ۱ تن طالب ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپيان شوي دي.

همدارنګه په ياد شوي سيمه کې ۲ کړۍ ماينونه کشف او شنډ شول.