په لوګر کې ۵ تنه ترهگر طالبان هغه مهال ووژل شول او ۲ تنه یې ټپیان شو چې پر امنيتي ځواکونو يې د بريد پلان درلود.

s.mohmand

تیره شپه ترهگرو طالبانو پلان درلود د لوګر ولایت د چرخ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوسته برید وکړي.

د تندر قول اردو د څلورمې لوا منسوبینو ددغه برید پلان د عملي کیدو مخنیوی کړ ی چې په پایله کې۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي ۳ میله کلاشینکوفونه دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي همدارنگه یو شمیر وسلې او مهمات د وسله والو طالبانو تخریب شوي او د ۳ تنو وژل شويو جسدونه د جګړي په ډګر پاتې دي.

په دغه نښته کې د بده مرغه دامنيتي ځواکونو ۲ تنه سرتيري هم ټپيان شوي.