هلمند ولایت کې د ملي اردو د یو سرتېري شهادت او څوو تنو نورو ټپي کېدو په اړه د ملي دفاع وزارت اعلامیه
تېره شپه، ۲۱:۱۵ دقیقې له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر کې ناست ځانمرګي بریدګر، خپل انفجاري موادو ته د نهر سراج ولسوالۍ په ۶۰۱ مه لویه لار چاودنه ورکړې.
متاسفانه په دې ترهګریز برید کې د ملي اردو ۲ سرتېري په شهادت رسېدلي دي او ۶ تنه نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت رهبري د شهیدانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او غمشریکي څرګندوي؛ شهیدانو ته د لوی خدای ج له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.