په خوست کې د طالبانو بريد د ماتې سره مخ شوي ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه ټپيان شوی

s.mohmand

تیره شپه وسله والو طالبانو د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ د دوه منده او د صبريو ولسوالۍ د ګور ګورۍ غره په سيمو کې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه وکړل.

ياد بريدونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا له ماتې سره مخ شوي. په دغه نښتو کې په ټوله کې ۷ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور يې ټپیان شوي د دی ترځنګ یو اندازه نظامي او چاوديدونکي توکي هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.