په کندز کې د طالبانو یو مهم قوماندان له ۸ کسانو سره يې ووژل شو

zia_omid

تېره شپه، یوشمیر طالبانو د کندز ولایت په "خان آباد" ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.

د هېواد دفاعي ملي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې، د دښمن دغه شوم پلان خنثی کړ، چې د نښتې او هوایي ضربو په پایله کې، په کندز ولایت کی د طالبانو مهم قوماندان قاری مومن له خپلو ۸ کسانو سره ووژل شو او ۴ تنه نور یې ټپیان شول.