د ملي دفاع وزارت اعلامیه، د ۱۳۹۸د وږې ۲۱مه
د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالۍ د ریشخورو په سیمه کې د ځانګړو عملیاتونو د قول اردو د دروازې مخې ته نن له غرمې وروسته یو ځانمرګی برید وشو. ځانمرګی چې په مارسدیس ډوله موټر کې سپور وو د ځانګړو عملیاتونو د قول اردو د لومړۍ دروازې پر وړاندې ځانته چاودنه ورکړه. په دې برید کې د ځانګړو عملیاتونو د قول اردو ۴ تنه سرتیري شهیدان او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
لکه څرنګه چې په دې وروستیو کې تروریستي ډلو د جګړې په ډګر کې لویه ماته خوړلې او د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتې سېمې له لاسه ورکوي، په دننه ښارونو کې د ملکي وګړو په منځ کې بریدونه ترسره کوي.
دغه څېر غیر انساني او غیر اسلامي بریدونه پخپله د جګړې په ډګر کې پر دښمن، د افغان زړورو دفاعي او امنیتي ځواکونو د فشار ښکارندوی دی.
دفاعي او امنیتي ځواکونه په ټول ځواک او قوت سره د ترهګرو پر وړاندې خپلو جدي بریدونو ته دوام ورکوي او د خلکو د ځان او مال د ساتنې په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سمپوي.