د ابو عبیده بن جراح(ض) ملي دفاع پوهنتون د ازموینې خبرتیا!

web_admin

ټولوهغوګډونوالوته چې د ابوعبیده بن جراح(ض)ملي دفاع پوهنتون د ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې خبر ورکول کېږي،چې د کارتونوویش،بایومیتریک معلوماتوثبت او ازموینه یې د لاندې مهال وېش سره ترسره کېږي.

 

 لاندې ولایتونه لکه: کابل،ننګرهار،پنجشېر،لغمان،لوګر،کاپیسا،پروان او میدان وردګ د کارتونوویش او بایومیتریک معلوماتوثبت نیټه ۱۴۰۳ د ثور ۵ مه چهارشنبې ورځ.

او همداشان: غزنی،بامیان،زابل،جوزجان،دایکندي،سرپل،پکتیا،پکتیکا،نورستان،کنړ،بدخشان،بادغیس،بغلان،سمنګان، هلمند،ارزګان،خوست،کندهار،غور،هرات،فراه،فاریاب،تخار،بلخ او کندز ولایتونه جدید شمول کولاشی  د پنجشنبې په ورځ ۱۴۰۳ د ثور ۶ مه ثبت نوم لیکنه وکړي.

د کارتونوویش او بایومیتریک معلوماتوثبت ځای

د ابو عبیده بن جراح(ض) ملي دفاع پوهنتون د قرارګاه د ټولي و دانۍ

دازموینې نېټه او ځای

د ابو عبیده بن جراح(ض) ملي دفاع پوهنتون

۱۴۰۳ د ثور ۷ مه د جمعي په ورځ

 

یادونه: له ټولوګډنوالو څخه جدي غوښتنه کیږي،چې د کارتونوویش او بایومیتریک معلوماتو د ثبت او ازموینې په ورځ اصلي پیژندپاڼه یا پاسپورټ له ځانه سره ولري او همدارنګه د کارت ترلاسه کولو او ازموینې ته پر ټاکلي وخت ځانونه حاضر کړي.

د ازموینې په ورځ د هر ډول الکترونیکي وسایلو(مبایل،ګوشکي،حساب ماشین...) له راوړلو څخه ډډه و کړئ.

 

 

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۱:۷
Background image

د ابو عبیده بن جراح(ض) ملي دفاع پوهنتون د ازموینې خبرتیا!

ټولوهغوګډونوالوته چې د ابوعبیده بن جراح(ض)ملي دفاع پوهنتون د ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې خبر ورکول کېږي،چې د کارتونوویش،بایومیتریک معلوماتوثبت او ازموینه یې د لاندې مهال وېش سره . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۹:۵۴
Background image

د حضرت معاذ بن جبل(رض) د ملي نظامي اکاډمۍ قوماندانۍ خبرتیا!

د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاعي پوهنتون د ملي نظامي اکاډمۍ د (۱۴۰۳ ه.ش تعلیمي کال د (۱۹) دورې لپاره په لاندې شرایطو کې محصلین مني:

د نوم لیکنې شرایط:

- هغه کاندیدان چې د دولسم . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ خبرتیا!

د حضرت سعد بن وقاص (رض) د حربي ښوونځي  قومانداني د (۱۴۰۳) ه .ق ښوونیز کال لپاره (۲۰۰) تنه داوطلبان د هېواد له (۳۴)  ولایتونو څخه یاد ښوونځي ته مني.

د نوم لیکنې شرایط:

1-  د پوهنې . . .

Back to announcements