۴۷ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۸ ولایتونو کې تر سره کړي دي

د دغه عملیاتو په ترڅ کې د یو تن پاکستاني ماین جوړونکی په ګډون ۴۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۸ تنه نیول شوي دي.

غزني- ده یک، قره باغ ولسواليو او د مرکز په نوغي کلي کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې د یو تن پاکستاني ماین جوړونکي په ګډون ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي، ۱۹ موټرسایکل، د RPG ۱۰ او  د M-240 ۳۰۰۰ فیره مرمۍ، ۲۰ کړۍا ستقامتي او ۲ کړۍ د ټانګ ضد ماینونه، د ماین ۸ پلېټونه، د ماین ۲ رېموټ کنترولونه، ۲۵ پټاقۍ او په سیمه کې ۵۰۰ متره لین له منځه وړل شوي دي.

هلمند- نادعلي او نوزاد ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه شکمن نیول شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.

کندز- چهار دره ولسوالۍ او د مرکز شاوخوا کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

زابل- ارغنداب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

فراه- پشترود ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او ۷ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

ارزگان- لاني، خاکریز، طوریزي، سیمو، حاجیانو کلي او د مرکز په یک لنګه کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

نیمروز- خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر نیول شوي دي.