32 تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۴ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۴ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي.

افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۲۵ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۳۲ ترهګر وژل شوي، ۳۰ تنه ټپیان او ۴ تنه ژوندي نیول شوي دي.

دا عملیات د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره شوي.

بلخ- دولت آباد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی- ده یک، ګیلان او ناوه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

ارزگان- چارچینو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.

زابل- ارغنداب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هلمند- واشیر ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.

لوگر- څرخ ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر ژوندي نیول شوي، د مبایل ۱۳ سېټونه، ۲ کمپیوټر او ۲ جلده پاسپورټونه لاسته راغلي دي.

کنر- ناړۍ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.