۱۱۸ تنه ترهګر ووژل شول!
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او را منځ ته شوو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۴ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۴ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۹۲ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۱۱۸ ترهګر وژل شوي، ۴۳ تنه ټپیان او د یو تن شکمن کس نیول شوی دی.
دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د کندز، لوګر، ننګرهار، میدان وردګ، فراه، بلخ، غزني، غور، هلمند، فاریاب، سرپل هرات، زابل او کندهار په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
کندز- په خان آباد، قلعه ذال او امام صاحب ولسوالیو کې د چانیزو عملیاتو، هوایي او توپچي بریدونو په ترڅ کې ۴۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان، د دښمن ۳ موضع وې او ۲ پټنځایونه وېجاړ شوي دي.
لوگر - په چرخ ولسوالۍ کې د ګډو چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.
ننگرهار - په شېرزادو او پچیراګام ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې د ۴ داعشیانو په ګډون ۱۲ ترهګر وژل شوي، یو مشکوک کس نیول شوی، د وسلو او مهماتو ۴ زېرمې، له چاودېدونکو توکو نه ډک یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.
میدان وردک - په جغتو او جلرېز ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر له منځه وړل شوی، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
فراه - مرکز اړوند سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
بلخ - په چهار بولک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.
غزنی- په ده یک ولسوالۍ او د مرکز اړوند شهباز سیمه کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
غور - د مرکز اړوند سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.