۱۸۰ تنه ترهګر ووژل شول!

s.mohmand

 

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او را منځ ته شوو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۹۲ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۷ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۱۰ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې د القاعده شبکې اړوند ۵ تنو  او د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په ګډونو ۱۸۰ ترهګر وژل شوي، ۱۲۶ تنه ټپیان او ۵ تنه نور نیول شوي دي.

دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د  بغلان، فاریاب، زابل، هلمند، غزني، فراه، هرات پکتیکا، غور، کندز کابل، کندهار، بلخ   او سرپل په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:

بغلان- ډنډغوري سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قطعې د قومندان اسدالله په ګډون ۵۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۳۰ تنه ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

فاریاب- ګرزیوان او پشتونکوټ په لسواليو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو د یو تن سیمه اییز قومندان مولوي عصمت الله په ګډون ۳۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۴۶ تنه ټپیان، ۵ تنه نیول شوي، ۲ موترسایکلونه، یو پټنځای او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

زابل- دایچوپان، ارغنداب، شملزیو او نوبهار ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳۲ طالب ترهګر وژل شوي او ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۷ طالب ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی- ده یک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

فراه –مرکز شاوخوا سیمو کې د توپچي ډزو په ترڅ کې ۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

هرات- کشک کهنه ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ ۶ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیکا- ګومل ولسوالۍ کې د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې شبکې اړوند ۴ تنه وژل شوي، ۱۱ انتحاري واسکټونه، ۳ جلده د تلېفون د رهنما کتابچې لاسته راغلې او یو صوف وېجاړ شوی دی.

غور- دولتیار ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴ طالب ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

کندز- کلا ذال ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

کابل- سروبي ولسوالۍ کې د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یو تن طالب ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان شوي دي.