۴۶ تنه ترهګر ووژل شول!
دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د غزني، پکتیکا، زابل، بلخ، هلمند، تخار، ننګرهار، کندهار، غور، فاریاب سرپل او کندز په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
غزنی- قره باغ او ده یک ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې د ۵ پاکستانیو ترهګرو په ګډون ۲۴ طالب ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او ۳ موټر له منځه وړل شوي دي.
پکتیکا- وازه خواه او جاني خیلو ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۷ ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، ۳ موټرسایکلونه او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي.
زابل- شاه جوی ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۷ ترهګر وژل شوي او ۲ موترسایکلونه له منځه وړل شوي دي.
بلخ- بلخ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- نهرسراج او مارجه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ ترهګر وژل شوي دي.
تخار- اشکمش ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ ترهګر وژل شوي دي.