۷۱ تنه ترهګر ووژل شول!

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۹۳ځانګړې کوماندويي دندې او۱۴ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۲۷ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۷۱ ترهګر وژل شوي، ۲۷ ټپیان او ۲ شکمن کسان نیول شوي دي.

دغه عملیات د هلمند، بغلان، ارزګان، بادغیس، فاریاب، جوزجان، فراه، غزني، ننګرهار، پکتیا، زابل، کندهار، بلخ، سرپل کندز او تخار په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:

هلمند –  په موسی کلا، مارجه او کجکي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۳۷ ترهګر وژل شوي او د دښمن ۲ پټن ځایونه له منځه وړل شوي دي.

بغلان -  د پلخمري ښار په چشمه شیر سیمه کې د ګډو چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ ترهګر وژل شوي او ۲ شکمن کسان نیول شوي دي.

ارزگان-  په مرکز کې د کماندو ځواکونو په مشرۍ د چاڼیزو عملیاتو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان، یو هاوان او ۷ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

بادغیس –  په بالامرغاب او آبکمري ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۶ طالب ترهګر وژل شوي، ۲ ټپیان او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.

فاریاب – په دولت آباد ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان دي، ۴ موټرسایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. 

جوزجان – په قرقین ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۴ ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان دي او یو موټرسایکل لاسته راغلی دی.

فراه -  په پشت رود ولسوالۍ کې د توپچي پ دزو په پابله کې ۲ ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او د تپه شیر، زیارت ګچګین، چین افغاني او چین فارسي کلي د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي.

غزنی –  په مقر او ګیلان ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان دي.