۶۱ تنه ترهګر ووژل شول!

s.mohmand

 

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۹۸ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۴ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۴۲ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۶۱ ترهګر وژل شوي، ۲۸ ټپیان او ۲ شکمن کسان نیول شوي دي.

دغه عملیات د میدان وردګ، ارزګان، فاریاب، هلمند، زابل، فراه، بادغیسو کندز، بدخشان، پکتیا، غزني، تخار، سرپل، بلخ، کندهار، پکتیکا او کندهار په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:

ارزگان – ګزاب ولسوالۍ او مرکز کې د چاڼیزو عملیاتو او توپچې ډزو  په ترڅ کې ۱۵ ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان دي، ۲ شکمن کسان نیول شوي، ۱۵۰کیلو ګرامه تریاک، ۵۰ کیلو ګرامه چرس، ۵ موټرسایکلونه او د دښمن ۵ موضع ګانې له منځه وړل شوي دي.

فاریاب- دولت آباد او پشتونکوټ ولسوالیو کې د توپچي او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۳ ترهګر وژل شوي، ۶ تنو ازبکستاني ترهګرو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند – په کجکي او موسی کلا ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ ترهګر وژل شوي دي.

زابل –  شینکۍ ولسوالۍ کې د توپچي ډزو له امله ۶ ترهګر وژل شوي دي.

فراه –  بالابلوک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ ترهګر وژل شوي دي.

 بادغیس-   بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۴ ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

کندز -   امام صاحب ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

بدخشان-   راغستان ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیا-  وازه ځدراڼ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ ترهګر وژل شوي دي.

غزنی-  اندړو ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.