هغه اتل خلک عسکر چې خپل هر څه یي د وطن قربانی کړی!

zia_omid
د ملي اردو اتل سرتېری محمد عمر

د ملي اردو اتل  سرتېری محمد  عمر چې لا یې  د ژوند په  اوږدو  کې د  ډېرو  هېلو او ارمانونو د پوره کېدو خوبونه لېدل، خو د خپلو هېلو  سره سره  د هېواد، خاورې او خلکو مینه پرې دومره غالبه  شوه چې؛ په  رڼو سترګو یې  مرګ ته غاړه ورکړه، خو اجازه یې ور نه کړه  چې په ننګرها کې یو  ځل بیا د بې ګناه خلکو  د  وینو سیلابونه  روان شي. محمد عمر هغه څوک وو چې؛ د سپین سرې  مور او کونډې خور یوازینۍ هیله او د کورنۍ ګټندوی وو، ده هم ډېرې  هیلې لرلې خو د خاورې لپاره کړی سوګند یې د واک د  وږو  په څېر يوازې په  خوله نه بلکې په عمل کې هم  ثابت کړ. شهید محمد عمر د مرحوم محمد اجان زوی په ۱۳۷۵ لمريز کال د لغمان ولایت د اليشنګ ولسوالۍ د غازي اباد کلي په يوه بزګره خو دينداره او په هېواد مېنې کورنۍ کې زېږدلی دی. د شهيد محمد عمر مشر ورور جاويد وايي: موږ درې ورونه له شهيد محمد عمر څخه بېل ژوند کوو، زموږ مور دوی خویندې او يوه کونډه خور چې دوه ماشومان لري د نوموړي سره يې يو ځای ژوند کاوه. جاويد زياتوي چې د شهيد محمد عمر ترڅنګ موږ درې نورو ورونو هم د وطن د دفاع په خاطرپه ملي پوځ کې خدمت کړی خو له  درې  کلن خدمت  وروسته  مو ترخیص اخېستی. نوموړی زياتوي چې شهيد محمد عمر ډېر زړور، په وطن مين او هوښيار ځوان و، کله چې به په رخصتي کور ته راغی د کلي له قومي مشرانو او ځوانانوسره به يې نيک اخلاق کول او ځوانان به يې دې ته هڅول چې د ملي اردو ليکو ته لاړ شي او خپل ولس او وطن ته خدمت وکړي. د شهيد بل ورور حقيار وايي:محمد عمر د شهادت څخه يو ورځ وړاندې د خپلې مور او کوچنۍ خور د درملنې له پاره لغمان ته راغلی و، خو دا چې په ننګرهار کې امنیتي وضعیت خراب وو نو د دندې ، هېوادوالو او له خاورې سره د بې  سارې مینې له امله یې خپلې مور ته وويل:  مورې رخصت راکړه ځکه چې په ننګرهار کې امنيتي وضعيت ډېر خراب دی نو زه باید خپلې دندې ته لاړ شم. مور يې په وچلي ښکل کړ او خپلې دندې ته روان شو، خو موریی د زوی د لیدو په آرمان آرماني پاتې شو. د یادونې وړده چې، شهید محمد عمر۹ میاشتې وړاندې کوژده کړې وه،خو د اقتصادي ستونزو او د کورنۍ د دروند بار او  مسولیت له امله نه وو توانیدلی چې،خپل کور اباد کړي.

ارمان د بیا لیدو یی درده پاتې شي دوی لاړ شي

د ګل غوندې د ورځو مسلمانه وي ځینې خلک