81 تنه ترهګر ووژل شول!
کابل- افغانستان: د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو په موخه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ ګډ پلان شوي تعروضي او چانيز عملیات، ۱۰۱ ځانګړې کوماندیي دندې او۹هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۶۱ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۸۱تنه ترهګر وژل شوي، ۴۵ تنه تپیان او یوتن نیول شوی دی.
دا عملیات د فاریاب، غزني، ارزګان، هرات، مسیر شاهراه جوزجان- سرپل سرپل، هلمند، نیمروز، بلخ، زابل، لوګر، پکتیا پکتیکا، لغمان او ننګرهارپه ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي ملاتړ تر سره شوي، چې په پایله کې:
فاریاب – په ګرزیوان، پشتونکوټ او شیرین تګاب ولسوالیو کې د متقابل انداخت او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۰ ترهګر وژل شوي، یو تن نیول شوی، یویو پټنځای له منځه وړل شوې، ۲ موټرسایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
غزني – په اندړو، مقر او قره باغ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۵ ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.
ارزګان – په دهراود، خاص ارزګان ولسوالیو او مرکز کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو له امله ۱۴ ترهګر وژل شوي، ۱۴ تنه ټپیان او د دښمن دوه پټن ځایونه له منځه وړل شوي دي.
هرات – اوبه او پشتون زرغون ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۹ ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان دي.
د جوزجان او سرپل لویه لار – د دغه لویې لارې په اوږدو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۸ ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان دي.
سرپل – د سرپل ولایت مرکز کې د متقابله ډزو په ترڅ کې ۳ ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان دي.
هلمند – سنګین ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۳ طالب ترهګر ټپیان شوي، ۱۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي، ۴ موضع ګانې، ۴ تیر کشه او ۵۰ متره کنده وېجاړه شوې ده.