۶۵ تنه ترهګر ووژل شول!

s.mohmand

کابل- افغانستان: د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو په موخه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ ګډ پلان شوي تعروضي او چانيز عملیات، ۹۷ ځانګړې کوماندیي دندې او ۲۶هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، افغان هوايي ځواکون د ملي اردو په ملاتړ ۱۷۳ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۶۵تنه ترهګر طالب وژل شوي، ۲۸تنه تپیان او یو تن شکمن کس نیول شوی دی.

دا عملیات د لوګر،  هلمند، غزني، فاریاب، ارزګان، غور، بلخ، کاپیسا، زابل، تخار، کونړ، ننګرهار، لغمان، هرات  او سرپل په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي ملاتړ تر سره شوي، چې په پایله کې:

لوګر- په برکي برک ولسوالۍ او د مرکز اړوند خمندو او پل متاڼي په کلیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ ترهګر وژل شوي او ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.

هلمند- په سنګین، نهرسراج او مارجه ولسوالیو کې د هوايي برید او د ملي اردو په چاڼیزو عملیاتو کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، یو پټن ځای، ۲ کړۍ ماینونه او د مخدره توکو یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده.

غزني- قره باغ او اندړو ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۷ ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، یو تن شکمن نیول شوی، یو موټرسایکل او یو میل دهشکه له منځه وړل شوي دي.

فاریاب- بلچراغ ولسوالۍ کې د هوایي برید په  ترڅ کې ۵ ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

ارزګان- په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۵ ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان  شوي دي.

غور- دولتیار ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴ ترهګر وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

بلخ – بلخ ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ ترهګر وژل شوي دي.

کاپیسا – نجراب ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۴ ترهګر وژل شوي دي.

زابل– ارغنداب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان دي.

تخار – خواجه غار ولسوالۍ کې د ځوابی ډزو په ترڅ کې ۲ ترهګر وژل شوي او د دښمن دوه میله وسلې راس ته راغلې دي.

کنړ – شیګل ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ۳ تنه ترهګر ټپیان او د دښمن ۵ میله وسلې له منځه وړل شوې دي.