په جوزجان ولایت کې ۳۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل- افغانستان: نن سهار طالب ترهګرو د جوزجان ولایت په قوش تېپې ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
تر دې مهاله په دغه نښتو کې ، د څو قومندانانو په ګډون ۳۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي. 
د نښتې پر مهال، د ملي اردو ۴ تنه سرتیري شهیدان شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي. اوسمهال په سیمې کې جګړه روانه ده او دښمن د تېښتې په حالت کې دی.