۱۵۱ تنه ترهګر ووژل شول!
کابل- افغانستان: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د ترهګرو د ځالو او شته ګواښونو د له منځه وړلو په موخه ۸۹ پلان شوي مشترک تعروضي او چاڼیز عملیات، ۲۴ هوایي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۷۶ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۱۵۱ ترهګر وژل شوي، ۷۵ ټپیان او ۵ تنه نیول شوي دي.
دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د فاریاب، بادغیس، فراه، پکتیا، میدان وردګو، غزني، تخار هلمند، کاپیسا، خوست، لوګر، نیمروز، هرات، بلخ او سرپل په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په پایله کې:
فاریاب: د پشتونکوټ قرمقول، شیرین تګاب، اندخوی او دولت آباد په ولسوالیو کې د هوایې بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵۳تنه ترهګر وژل شوي، ۳۷ تنه ټپیان، ۳ تنه نیول شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
بادغیس: په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۳۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۳۲ تنه ټپیان، یوه اندازه وسلې او مهمات، ۵۰ قبضې لاسي بمونه او یو دوربین لاسته راغلی دی.
فراه: د فراه ولایت په مرکز د دهک کلان په کلي کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان، ۳ موټرسایکلونه او یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.
پکتیا: په څمکنیو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
زابل: په میزان ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان او یوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
میدان وردګ: په مرکز میدان او سیدآباد ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او د دښمن ۴ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.
غزني: په مقر او اندړو ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځوابي ډزو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.
تخار: په بهارک ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په نتیجه کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، ۲ موټر، ۲ موټرسایکلونه لاسته راغلي او د خانه عزیز، دوراهي شیخ علي، قلبرس، قبرقاضي، جنزیي او د بودله کلي د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي.
هلمند: په ګرمسیر ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د نهرسراج او سنګین په ولسوالیو کې چاڼیزو عملیات دوام لري.
کاپیسا: په نجراب ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۲ تنه ترهګر نیول شوي، ۸ سېټه مبایلونه او یوه پیژندپاڼه لاسته راغلې ده.