په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښته!
کابل- افغانستان: نن له غرمې مخکې طالب ترهګرو د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو ډله ییز برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
په دغه نښته کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، ملاتړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او جګړه اوس هم دوام لري.
په دې اړه به نور جزیات وروسته خپاره کړو.