67 تنه طالب ترهګر وژل شوي دي

zia_omid

کابل- افغانستان: د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې، چې د هوایي ځواکونو په ملاتړ د پکتیا، تخار، هرات ارزګان، غزني، خوست، لوګر، فاریاب، بلخ، هلمند او نیمروز په ولایتونو کې تر سره شوي، ۶۷ ترهګر طالب وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او ډیرې سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوې دي.

دا عملیات، چې په هېواد کې د ښه امنیت او سوله ییزې فضا د رامنځ ته کېدو په موخه تر سره شوي، د پکتیا ولایت په احمدآباد او ځاځي آریوب ولسوالیو کې ۴۶ طالب ترهګر وژل شوي، د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ کې ۸ طالب ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان او د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.

همدا راز د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان، د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي اویو موټرسایکل له منځه وړل شوی او د ننګرهار ولایت په هسکه مینې ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی.

د ملي اردو زړور منسوبین د هېواد او خلکو څخه د دفاع په لار کې د ژوند تر وروستې سلګې پورې خپلو دندو ته چمتو دي او په دې لار کې له هېځ ډول هڅو او هاند څخه ډډه نه کوي.