73 تنه طالب ترهګر وژل شوي دي
کابل- افغانستان: افغان دفاعي او منیتي ځواکونو د دښمن د ځالو د له منځه وړلو او د دښمن له خوا د رامنځ ته شوو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼیز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندویې دندې تر سر ه کړې، همدا شان افغان هوايي ځواکونو د ځمکنیو ځواکونو څخه په ملاتړ ۲۲ هوایي بریدونه او ۱۲۸ الوتنې کړي، چې په ترڅ کې یې ۷۳ ترهګر وژل شوي ۳۱ ټپیان او ۲۳ تنه نیول شوي دي.
دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د پکتیا، تخار، دایکندي، فاریاب، میدان وردګو، پکتیکا، هلمند، زابل سرپل، غزني، لوګر، فراه، کنړ، بلخ او بدخشان په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په یله کې د پکتیکا ولایت په وازه خواه، ورممي او مټاخان په ولسوالیو کې ۱۷ ترهګر وژل شوي، ۲ تنه نیول شوي، یو موټرسایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راغلي ، د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې ۱۱ ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان ، د دایکندي ولایت په ګجران ولسوالۍ کې ۱۰ ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان ، د زابل ولایت په شهر صفا او ارغنداب ولسوالیو کې د زبیر په نوم د طالبانو د یو تن سیمه ییز قومندان په ګډون ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان شوي، د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، یو موټر، ۶ موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي، د مبایل ۱۹ سېټونه، یوه کمره، ۱۱ دانې سمکارتونه، ۲ دانې فلشونه او یوه اندازه تبلیغاتي پانې هم لاس ته راغلي دي.
همدا راز د فاریاب ولایت په پښتونکوپ ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، د سرپل ولایت په سوزمه کلا ولسوالۍ ۳ ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان شوي دي، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۴ ترهګر وژل شوي، د لوګر ولایت په مرکز اړوند الوزیو په سیمه کې ۴ ترهګر وژل شوي، د پکتیا ولایت په څمکنیو او احمد آباد ولسوالیو کې ۳ ترهګر وژل شوي، ۵ ټپیان او ۱۱ شکمن کسان نیول شوي، یوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راغلي دي، د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ۳ ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان ، ۶ یوشکه یي ماینونه له منځه وړل شوي دي او د فراه ولایت په خاک سفېد ولسوالۍ کې ۴ شکمن کسان نیول شوي دي.
د ملي اردو زړور ځواکونو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه د خپل هیواد نه د دفاع په موخه په هرنوع شرایطو کې هر ډول سرښیندنو ته چمتو دي او هیڅکله د ښمن ته وخت نه ورکوي چې په خپلو شومو پلانونو کې بریالي شي.