د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۳۷ ترهګرو  مرګ ژوبله

s.mohmand

کابل-افغانستان: افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ترهګرو د ځالو او د تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۷ ځانګړې کوماندویي دندې، او ۱۲ هوایي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۸ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۲۹ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۳ تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

دغه عملیات د افغان هوایي ځوکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د غزني، کندز، کندهار، هلمند، ارزګان، بدخشان، بلخ، سرپل، کنړ او فراه په ولایتونو کې تر سره شوي، په پایله کې د غزني ولایت مرکز اړوند منګور، ګبري او نانیو سیمو کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، د دښمن یو موټر او ۳ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي، د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان  او د کندز ولایت په چرخاب سیمه ۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند چنار په سیمه کې ۳ تنه ترهګر اسیر نیول شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات د هېواد په  نور برخو کې په بریالیتوب  پر مخ روان دي، چې د لاسته راوړنو په اړه  به کره معلومات وروسته خپاره کړو.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.