خالد؛ د الفتح تروریستي عملیات فتح کړل

zia_omid
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۵:۲۴

طالبانو روان پسرلی خپلو تروریستي عملیاتو ته الفتح نوم ورکړ، چې وکولای شي خپلو جنګیالیو ته له ۱۹ کلن نامالوم او بې برخلیکه جګړې څخه، چې سخت ترې ستړي شوي د بریا د څرک زیری ورکړي او له بله اړخه په افغان حکومت د فشار اچولو لپاره سوله د جګړې د چل او تکتیک په توګه وکاروي.

که څه هم له اسیايي هیوادونو سره د امریکا ټکر د طالبانو ملاتړو هیوادونو شمېر ډېر کړی او افغان کشاله د اسیايي هیوادونو او امریکا د شخړو ترمنځ معادلې ته داخله شوې ده، دا حالت د دې سبب شوی، چې په تکتیکي لحاظ دغې ډلې ته پرمختللې وسلې ورکړي کومې وسلې، چې افغان امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د هماغه هیوادو مارک وسلې له طالبانو او نورو تروریستي ډلو څخه نیولې دي.

که څه هم له طالبانو او نورو تروریستي ډلو څخه مالي او نظامي ملاتړ پراخوالی موندلی خو د طالبانو تېرو کلونو د پسرلنیو عملیاتو جګړه ایز مسیر ته په کتلو یادې ډلې نه یوازې دا، چې له افغان حکومت څخه ستراتیژیکې سیمې نه دي نیولې؛ بلکې دغې ډلې په تېر کې نیول شوې ستراتیژیکې سیمې هم له لاسه ورکړې دي.

روان کال د خالد عملياتو په لړ کې د وسلوالو طالبانو د مشرتابه کلیدي غړي ووژل شول او هغه زندانونه، چې د افغان امنیتي ځواکونو ځینې غړي پکې بندیان وو يو په بل پسې په نښه او مات شول.

د طالبانو ستراتیژي دا وه، چې د ستراتیژیکو سیمو او ولسوالیو په نیولو سره د خپل تګ راتګ او اکمالاتو لارې او دهلیزونه خلاص وساتي، چې له دې لارو د جګړې په لومړۍ کرښو کې ښکیلو جنګیالو ته په اسانه توګه حمایوي ملاتړ ورسوي، د وسلوالو مخالفو دښمن طالبانو د ستراتیژیکو سیمو نیونې پلان بل اړخ دا په ډاګه کوي، چې دغې ډلې د هغه تور له منځه وړلو لپاره، چې ګواکې طالبان د پاکستان او ځینو هیوادونو د پوځونو په استازیتوب جګړه کې د له منځه وړلو لپاره د خپلو رهبري شوراګانو د رالېږد هڅه هم پیل کړې وه خو د زړورو امنیتي ځواکونو په لاس سږ کال د طالبانو او نورو تروریستي ډلو د هڅو او شومو پلانونو مخه په ډېره مېړانه ونیول شوه.

په مخامخ جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو برلاسی د افغان حکومت د سولې دریځ لا غښتلی کړی دی، طالبانو غوښتل له حکومت سره د خبرو اترو د انکار دریځ په خپلولو سره حکومت د سولې د خنډ په توګه معرفي او همدارنګه د سیاسي مشرتابه ترمنځ نفاق رامنځته کړي خو د وطن په دښمنانو د خالد عملياتو دوامدار نظامي فشارونه د حکومت د قوت او ځواک ښکاروندویي کوي.

دا، چې طالبانو په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې په حکومت او خلکو د فشار ساتلو لپاره په لویو ښارونو کې ځانمرګو او بمي چاودنو ته یې اولویت ورکړی، چې خپل موجودیت او د نړیوالې میډیا غوغا ګرمه وساتي.

د الفتح عملیاتو د لومړي پړاو ناکامي په ډاکه کوي، چې افغان امنیتي ځواکونه د جګړې په هنرونو لا سمبال شوي د دې ځواکونو مشرانو مسلکي او ستراتیژیک دید متداوم ساتلی او افغان امنیتي ځواکونه لا د همغږۍ پر لور روان دي.

د هیواد دښمنان د سولې خبرو کې د ډېرو امتیازاتو لاسته راوړل په جګړه ایز تیزوالي پورې تړلی بولي خو د امنیتي ځواکونو تعرضي عملیات د ستراتیژیکو سیمو له سقوط مخنیوی او د طالبانو نیول شوې سیمې تر حکومتي کنټرول لاندې راوستل هغه څه دي، چې د باعزته سولې د راتګ هیلې یې راپنځولې دي.

د ملي دفاع وزارت مشرتابه جنګي هنر د افغانستان ۱۹ کلنه جګړه د حکومت په ګټې د تعریف چوکاټ ته برابره کړې او د سولې راتګ ته یې د حکومت پرستیژ لوړ ساتلو لپاره د ملي اردو قوه تر بل هر وخت ښه کارولې ده او د خالد عملياتو په نتيجه کې يې د دښمن له لوري د الفتح په نوم اعلان شوي عمليات فتحه کړي، دښمن يې د جګړې په ‌ډګر کې له پښو غورځولی د مخامخ جګړې ځواک يې ترې اخيستی د دښمن هغه پلان، چې د الفتح عملياتو په لړ کې به ولايتونه او ولسوالۍ سقوط کوي له منځه وړی او د دښمن ټولې ځالګۍ يې په نښه کړې او له منځه وړې دي، دښمن ته يې د جګړې په ليکو کې زيات تلفات ور اړولي او د الفتح عملياتو پلان وار له مخه سقوط شوی او افغان مېړنيو ځواکونو په قهرمانه ‌ډول له خپلو سيمو دفاع کړې او ترڅنګ يې هغو ځايونو ته ورغلي، چې د دښمن پټنځايونه وو او دښمن ته يې ګڼ تلفات ور اړولي دي.

لیکوال: حکمت الله رښتین