د وطن له خټو جوړ سرباز!

zia_omid
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۵:۲۲

له هغه پيله، چی د افغانستان جغرافیه رامنځته شوې د دغه هیواد نوم له سرښندونو سره مل دی، د دې خاورې هر بچي که د خپل ځان ساتنې لپاره آن وچه ډوډۍ نه درلوده خو که د افغانستان پر یوه څنډه د پردیو له خوا د یرغل خبر خپور شوی خپلمنځي اختلافتونه یې ترشا پراېښي او په یوه خوله یې له هیواد څخه د دفاع ډګر ته رادانګلي دي، د افغانستان په خاوره کې هغه مغروره ککریو ماتې خوړلې، چې د ماتې په نوم یې کوم څه نه پېژندل همدې وطن کې مقدوني سکندر ټپي او ورسته د هغه ټپ له امله ومړ بېلابېلې امپراطورۍ مو ماتې کړې او د هغوی پرستيژ پر افغان خاورې برید کولو سره خاورې ایرې شوی دی.

آن د دې هیواد پیغلې هم د نورو هیوادونو له مېرمنو توپیر لري، افغانستان کې بریتور او په هیواد مین زلميو ته د مینې تار ژر غځول کیږي او په عاطفي مینې وطني مینه زوروه ده، د میوند ملالې هغه ټپه، چې:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

په نړۍ که جګړو امپراطورۍ ړنګې کړې آن د ځینو هغو امپراطوریو نوم، چې د تورې زور یې تر ډېرو سیمو رسېدلی و د کوم کوچني هیواد نوم هم نه شو خو د افغانستان امپراطوري په مدرن دولت افغانستان بدله شوه، چې احمد شاه ابدالي د نوي افغانستان د باني په توګه د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځانګړی ځای لري معنی دا، چې د افغانستان د امپراطورۍ ترڅنګ د اوسني افغانستان شتون د میلیونو افغانانو د وینو مزل دی، چې دا ستونزمن مزل لا تراوسه دوام لري.

که څه هم افغانستان منظم پوځ درلود خو د افغانانو طبیعي شعوري حالت ته په کتلو د هیواد په دفاع کې ټولو افغانانو د سرباز رول ادا کړی دی که په هیواد برید شوی افغانانو ته خپلو مېرمنو او د دې وطن پتمنو میندو ملاوې ور تړلې، چې د افغان میندو مشره مور نازو انا یې څرګند مثال یادولای شو.

افغانستان له هماغه پنځه زره کلن تاریخ رانیولې تراوسه د سربازۍ ویاړ لري، او نننی افغانستان، چې د سمندري نهنګانو ترمنځ یې جغرافیايي بېړۍ راګیره ده هم د دې هیواد د سربازانو په مټ به له دغو دسیسو او سمندري طوفانونو وځي.

اوسنی سرباز د احمد شاه ابدالي د منظم پوځ د تهداب پر اصولو جګړه کوي، د هغه پوځ اصول، چې میرویس نیکه کاږلي او پر بنسټ یې د افغانستان دښمنانو ته ماتې ورکړې ده.

 د افغانستان ملي پوځ د سولې او جګړې اتلان دي، ننني د سولې مذاکرات او د دښمن طالبانو دغو خبرو کې دخالت په ډاکه کوي، چې هغوی د افغانستان په زور نیولو او حکومت چپه کولو فکر له ذهنه ویستلی دی، له همدې امله د سولې تړون ته نږدې والی او د جګړې مقابل اړخ تمایل د افغان اتل امنیتي ځواکونو جنګي ځواک او اتلولي څرګندوي.

که د سولې خبرې په افغانستان کې د سولې په راتګ هم تمامې شي، د هیواد امنیتي ځواکونو اړتیا به له منځه ولاړه نه شي، د نړۍ ډېر ارام هیوادونه هم د سیاسي اقتدار چلولو، دیپلوماتیک انډول، سیمه ایز او نړیوال پرستیژ برابراوي او قانونمندې ټولنې زمینه سازۍ لپاره پوځي ځواک ته اړتیا ده، تهدیدات هیڅ وخت او مکان نه پیژني، په ناڅاپي توګه راڅرګندیږي او د هیوادونو او ملتونو برخلیک له خاورو سره مخ کوي، د افغانستان ملي پوځ د افغانستان له نوم سره تړلی چوکاټ دی.

د دې وطن سرباز د دې هیواد په ګرد، غبار او خټو کې ګډ شوی نوم دی، دغه ځواک په ډېر کم معاش جګړه کول مسوولیت نه بولي؛ بلکې له افغانستانه دفاع او احمد شاه ابدالي د وطن ساتنه، چې پخوا یې پلارونو له یوې وچې ډوډۍ او پياز سره ترې دفاع کوله نن یې هم افغانستان ته د کښېنول شويو دسیسو پر وړاندې له مذهبي عقیدې څخه په استفادې د جهادي استخباراتي جګړې پالوونکو ته غیږه ورکړې او د دې هیواد د بزم او برم څخه خپل سرونه قربانوي.

 لیکوال: حکمت الله رښتین