د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۵ ترهګرو وژل کېدل

s.mohmand

کابل-افغانستان: افغان امینتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتـــــــــــــونو کې د ترهګر د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه  ۱۱ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۴ ځانګړې کوماندویې دندې او ۱۰هوایې بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۹ آلوتنې کړې، چې په پایله کې ۲۵ ترهګر وژل شوي ،۷ تنه ټپیان  او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

 دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د فاریاب، ننګرهار،کندهار، زابل، میدان وردک، کونړ، کندز، تخار بدخشان، بلخ، سرپل، غور، غزني، پکتیکا په ولایتونو کې تر سره شوي، چې پایله کې د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان، د ننګرهار ولایت د خوګیانو او پچیراګام ولسوالۍ کې ۵ تنه داعشیان وژل شوي، د کندهار ولایت د خاکریز ولایت کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او د زابل ولایت د میزان ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي .

همدا راز د کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو میل کلاشینکوف،  یو میل پیکا او ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي، د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، د ارزګان ولایت مرکز اړوند کوټوال سیمه کې ۲ تنه ترهګر هریو دادالله او صدیق الله په نامه نیول شوي، د اسلامی امارت یو مهر، ۲ پیژندپاڼې، ۲ فلشه، د مبایل ۹ سیټونه او یو شمیر تبلیغاتي پانې لاسته راغلي دي  .

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.