دمسلح قواوو لوی درستیز د پکتیکا ولایت له مشرانو سره وکتل!

zia_omid
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۴:۱۴
لوی درستیز قوای مسلح کشور با تعداد از بزرگان اقوام و لایت پکتیکا دیدارنمودند!

د مسلح قواوو لوی درستیز ډګرجنرال بسم الله وزیری د پکتیکا ولایت له مخورو، علماوو، سپین ږیرو، د ځدرانو، وزیرو، پیرکوتی او خروټو له مشرانو سره ناسته او لیدنه وکړه.

لوی درستیز په یاده ناسته کښی د پکتیکا له مشرانو سره د یاد ولایت د امنیتی وضیعت او سولې ته درسیدو په هکله چه د ټولو هیوادوالو غوښتنه ده خبری وکړی او غوښتنه یی وکړه چه پدی برخه کښې خپل د دفاعی او امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ وکړی. په غونډه کښی څو تنه د نورو په استازیتوب خبری وکړی او خپل ملاتړ یی د دفاعی او امنیتی ځواکونو څخه اعلان کړ او د پکتیکا په ولایت کی پر مخ پراته ستونزې د مسلح قواوو له لوی درستیز سره شریکی کړی او یادونه یی وکړه چه اوسمهال د تیر په پرتله امنیتی وضعیت ښه دی او ورځ تربلی مخ په ښه کیدو دی او له دولت څخه غوښتنه کووچه په شپنی عملیاتو کښی کښی پوره پاملرنه وکړی چه یاد عملیات کله نا کله د ملکی تلفاتو د وژلو سبب شی.

دمسلح قواوو لوی درستیز ډګرجنرال بسم الله وزیری د پکتیکا میشت مخورو او قومی مشرانو ته ډاډ ورکړ چی ستاسو غوښتنې او مشکلات د خپل کړنو په سر لړ کی له اړوندو مسؤلینو سره شریک کړم او د حل په موخه به یی لازم تدابیر ونیول شی او هم به دشپنی عملیاتو په برخه کی لازمی سپارښتنې تر سره کړم تر څو ملکی خلکو ته مرګ ژوبله را منځ ته نشی په پای کښی د یادو قومونو استازو او مشرانو د ملی وحدت له حکومته او د دفاعی او امنیتی ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته