د اوړي رخصتۍ د حورو په مینه کې

zia_omid
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۰:۱۲

په بهرنیو هوسا هیوادونو کې د اوړي رخصتۍ د ښونځیو د زدکونکو لپاره د شور او غوغا وخت دی، پلرونه او میندې ټول کال هڅه کوي زیار باسي او پیسې راټولوي، چې د خپلو بچیانو لپاره د اوړي رخصتیو د ښه تېرولو لپاره تیاری ونیسي. خلک له دې فرصته په ګټه اخیستنې سره سفرونه کوي نوي ځایونه ګوري، تاریخي سیمو ته ځي، د تفریح ځایونه پلټي او بېلابېل خواړه ازمایي له ژونده د خوند په لټه شپې ورځې اړوي، دغه رخصتۍ سره له دې، چې د دوی لپاره د تفریح ښه موسم دی، همدارنګه د بېلابېلو فرهنګونو، سیمو او خلکو په هکله د دوی د پوهې کچه هم لوړوي او کله، چې وروسته له رخصتیو دوی بېرته خپلو ښونځیو ته ورګرځي نو یوه نوې انرژي او انګېزه ورسره وي ماغزه یې تر پخوا ښه کار کوي، د خلاقیت کچه یې لوړه شوې او د جذب ځواک یې تر پخوا ډېر ښه شوی وي.

زموږ هیواد کې کیسه بیا بل ډول ده، له کومې ورځې، چې د جګړې اور په دې هیواد کې بل دی، د عادي ژوند انډول بې نظمه شوی او آن زموږ ځوان کهول اوس په دې نه پوهیږي، چې د سولې په وخت کې دلته خلکو څه رنګه ژوند کاوه؟!

 د اوړي په رخصتۍ کې د جګړې لمبه نوره هم توديږي؛ ځکه، چې په دې موسم کې د پاکستانیو مدرسو طالبانو ته د هغوی د بادارانو له لوري وعده ورکول کیږي، چې د اوړي رخصتي به په جنت کې له حورو سره تېروي له همدې وجې زرګونه تنکي ځوانان، چې لا يې نه د دين معنی زده کړې وي نه يې د اخوت او حب الوطن په مسايلو سر خلاص وي او يوازې د حورو هوس يې په سر ورننويستل شوی، د جنت او دزوخ په داستان د سر کاسه ورډکه شوې وي ټول له يومخې غولول شوي ځوانان د جهاد په نامه د افغانانو پر وړاندې د جګړې مورچو ته په مخه کوي، چې بلاخېره له يوه داسې قوي وطنپرست مسلمان وسلوال ځواک او اردو سره مخ شي، چې د الله اکبر په نارو د حورو پر ځای يې د دوزخ کندو ته ورننباسي.

یو وخت یو ملګري کیسه کوله، چې یو خپل مو له وزیرو څخه خوست ته راغلی و نو په سبا یې ښار ته روان شو، موږ ډېر ورته ټینګ شو، چې تر ښاره دې ملتیا کو ویل یې نه، خیر دی یوازې ځم هغه ښار ته لاړ کله، چې ماښام بیرته راوګرځېده نو پوښتنه مو ترې وکړه، چې څنګه وو ښار، څه دې ولیدل؟؟ هغه ویل، چې زه خو هک حیران شوم، موږ په وزیرو کې یوه ویډیو ولیده، چې د خوست جامع جومات په مخ کې د لامبو حوض کې ښځې او نر ګډ سره لامبي، زه نن هلته لاړم، خلکو اودسونه او لمنځونه کول، هیڅ هم نه وو، همدارنګه یو بل ملګري نکل کولو، چې د امنیت په زندان کې مې له یو نیول شوي ځانمرګي څخه پوښتنه وکړه، چې تا ولې ځان الوزولو؟ هغه راته وویل، چې ته د شمالي یې؟ ما ویل: هو! ویل موږ؛ ځکه ځانمرګي بریدونه کو، چې تاسو شمالي والو خپل جوماتونه ړنګ کړي او پر ځای مو یې د لامبو حوضونه جوړ کړي، ښځه او نر پکې ګډ لامبئ! ویل ما ورته وویل، چې داسې څه نشته، زموږ جوماتونه شته دي، خلک تر پخوا ډیر لمنځونه کوي، مدرسې ټولې فعالې دي هغه ویل: نه وروره ما فلمونه لیدلي!

 دا دوه نکلونه ډېر سره ورته دي خو ورستی نکل مې له لومړي څخه دوه کاله وروسته واورید یو راته د شمال یو تاجک ژورنالیست ملګري کړی و او بل د خوست یو پښتون لیکوال دوست.

کیسې تر دې رایادې شوې، چې د اوړي په رخصتیو کې طالبانو بیا د جنت رحله پیل کړې او جګړې ته یې کش ورکړی خو پوښتنه دا ده، چې دوی سره له دومره ټولنیزو شبکو، رسنیو، تلویزیونونو اوس هم نه پوهیږي، چې دوی د عامو مسلمانو په وژنه لګيا دي، عام خلک يې له کړاو سره مخ کړي د يوې کاملاً اسلامي اردو او ځواک په مقابل کې جګړه کوي او په ناحقه وینه تویوي او خپل مرګ خرابوي،  تر اوسه د دوی د پوهې کچه په هماغه سویه کې ده اوس هم دوی نه پوهیږي، چې کوم ځوانان او پیغلې د دوی د چاودنو له امله په شهادت رسیږي ډېر یې سهار په اوداسه له کوره وځي، ځینې یې روژه په خوله دي او ډېر یې هغه بیوزله خلک دي، چې د څلویښت کلنې جګړې له وجې یې تر ننه په مړه ګېډه ډوډۍ نه ده خوړلې، که دوی له افغان وسلوال پوځ سره په يو او بله بهانه خپله جګړه توجیه کوي نو دا يوه لويه غلطي ده، زموږ مسلمان، وطنپرست او د خپل ولس خواخوږی ملي وسلوال ځواک هره ساه د وطن په دفاع کې په مېړانه ولاړ دی، زموږ د ځواکونو په ليکو کې داسې مسلمان ځوانان دي، چې د وطن ساتنې ترڅنګ د دين ساتنې منظم پروګرامونه تنظيموي منظم لمنځونه، لويې او وړې تراویح کوي، روژې نیسي، په ټولو نظامي قطعاتو کې جوماتونه لري، ديني درسونه ورته روان دي، خپل ملایان لري، ولې د حورو دا لیونیان تر ننه داسې ګنګس ساتل شوي دي، چې دوی د مصنوعي ويډيوګانو تفکيک نه شي کولای د درک قوت يې د اصل وضعيت په وړاندې له لاسه ورکړی او کاملاً لېونتوب ته رسول شوي.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم په خپل حدیث کې د مشکوکو کړنو له ترسره کولو څخه مومنان منع کړي، هغه وایي: مشتبهاتو ته مه نژدې کیږئ، که چېرې هغې ته ورنژدې شوئ نو لرې نه ده، چې حرامو ته هم ورنژدې شئ.

مشتبهات هغه څه ته ویل کیږي، چې د هغې د حلال والي او حرام توب په هکله کوم صریح حکم په قرآنکریم او یا نبوي احادیثو کې نه وي کله، چې یو مسلمان کلمه وایي لمونځ کوي او د کفر کلمه یې په صراحت سره نه وي ادا کړې، د هغې وژل په قطعي توګه حرام بلل کیږي، زموږ خلک او سرتیري ټول همداسې مسلمانان دي، چې هیڅ څوک یې هم د صریح کفر فتوا نه ورکولای شي او نه به په ټول عمر زموږ مسلمانه او پياوړې اردو کې داسې څوک پيدا شي، چې له خپل وطن او دين څخه دفاع ونه کړي.

اوس نو په پايله کې بايد دا پوښتنه مطرح کړو، په کومو دلایلو، چې د اوړي د رخصتیو طالبان د جنت د سفر په نیت د جګړې ډګر ته راځي، کله یې هم دا فکر کړی، چې د اردو ، ملي پوليسو، ملي امنيت او نورو ملي ځواکونو د مسلمان عسکر وژل، یا د یو عام ښاري له منځه وړل، په شبهه ناکو مسایلو کې راځي کنه؟

دا د حورو لېونيان په دې نه پوهيږي، چې زموږ خوږ پېغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم، چې په کلکه مسلمانان له کوم عمل منع کړي وي د هغې جزا څه وي؟ د همدې حديث په استناد دې د یوې ګړۍ لپاره له ځانه وپوښتي، چې آیا دا سفر به رښتیا دوی جنت ته ورسوي او که به د دوزخ تل ته ورسيږي او د حساب کتاب په لويه ورځ به په عذاب اخته وي؟

لیکوال: احرار