د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۸۲ ترهګرو وژل کېدل
کابل-افغانستان: افغان امینتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترهګر د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه ۱۵ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندویې دندې او ۱۷هوایې بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۹ آلوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۸۲ ترهګر وژل شوي، ۲۳ تنه ټپیان او ۹ تنه نور ژ نیول شوي دي.
دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د غزني، زابل، تخار، فراه، هرات، هلمند، میدان وردک، پکتیکا کونړ، کا پیسا، بلخ، سرپل، کندز، غور او کندهار په ولایتونو کې تر سره شوي، چې پایله کې د غزني ولایت د اندړ، مقر، ګیرو، واغظ ولسوالیو او مرکز لړوند سیمه کې۲۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲ تنه نیول شوي او ۵ موټر او موټر سایکل له منځه وړل شوي د زابل ولایت د میزان ولسوالۍ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نیول شوي، د تخار ولایت د اشکمش او بهارک ولسوالیو کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان او ۳ تنه نیول شوي، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نیول شوي او د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
همدا راز د هلمند ولایت د نهر سراج، سنګین او ګرمسیر ولسوالیو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، یو موټر ، ۳ موټر سایکلونه، ۵۹ موضع کانې،۶۰۰ متره خندق، ۵ بلنداژونه، ۱۰۶ تیرکشه او ۳۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي، د پکتیکا ولایت د تروې ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپيان او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.