د شهید اتل لومړي بریدمن عبدالحمید زاووش ژوند لیک!

zia_omid
Our Hero

د دې خاورې اتلان هغه څوک دي، چې په مېړانه يې خپلې سينې د دښمن په مقابل کې سپر ګرځولې، تل يې خپله خاوره، ملي شتمنۍ او په دې خاوره کې د شته ارزښتونو پالنه او ساتنه کړې ده. زموږ اتل که د دښمن سر وهي او سنګر يې نيسي خو ډېر کله د خپلې جنتي خاورې د ګټلو، دفاع او پاللو لپاره هر ډول سرښندنو ته ځان تياروي، په مېړانه د خپلو سپېڅلو وينو په بيه راتلونکو نسلونو ته د روښانتيا راوړلو او وياړمن تاريخ جوړولو هڅه کوي. عبدالحميد د رجب زوی هم زموږ هغه اتل دی، چې د ۱۳۶۴ لمريز ليږديز کال د بدخشان ولايت کشم ولسوالۍ په چارمغزدره کلي کې زېږېدلی، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په خپل پلرني ټاټوبي کې په لوړو نومرو ترلاسه کېدو سرته ورسولې او د دولسم ټولګي د فراغت سره سم يې له وطن سره د ډېرې مينې له امله د اردو په لور مخه کړه، چې د ده مېړانې، شجاعت او وطنپرستۍ ته په کتو سره د افسرانو ټاکل شوې اکاډمۍ (OCS) ته د ۱۳۹۲ کال د سلواغې په پينځمه نېټه بريالی او شامل شو. په همدې برخه کې د مسلکي نظامي زده کړو وروسته د 23/6/1393 نېټه له ذکر شوې اکاډمۍ څخه د دويم بريدمن په حيث د وړ او ممتاز شاګردانو په کتار کې فارغ او هم مهاله د ۲۰۷ ظفر قول اردو په اداري برخه کې په دنده وګمارل شو. اتل عبدالحميد د ۱۳۹۳ کال څخه راوروسته د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېيمې لېوا په درېيم کنډک کې د بادغيس ولايت اړوند دنده سرته رسوله، چې د ده لياقت، زړورتيا او لاسته راوړنو ته په کتلو سره يې ډېر ژر له دويم بريدمنۍ څخه لومړۍ بريدمنۍ ته ترفيع وکړه او د يادې لېوا درېيم کنډک د درنو وسلو د ټولي قومندان په توګه وټاکل شو. زموږ دغه اتل او زړور سرتېری هره ورځ د دښمن د سترګو د اغزي په توګه راڅرګندېده، هره ورځ يې له لاسته راوړنو ډکه وه په حوصله يې له خپلو هم مسلکيانو سره چلند کاوه، حوصله مند خو چټک ګامونه يې له زړورتيا ډک و، په دنده کې يې هېڅ ډول غفلت د زغم وړ نه و، تل يې په خندانه او مهربانه څېره له نورو سره چلند کاوه خو دښمن ته يې د خپلو مسلکي کړنو او چلندونو، پراساس درنه مرګ ژوبله اړوله، چې د اتل سرتېري دغه اقدام به تل دښمن په تېښته کړی و. د اتل سرتېري عبدالحميدخان لياقت، استعداد او زړورتيا د دوی په اطراف کې مشهوره شوې وه، د هر دښمن په مقابل کې به د لومړي صف او کتار سړی و، ډېر کله دښمن ته په هماغو ستراتيژيکو نقطو کې په لوی سرخوږي بدل شوی و، چې پر اساس يې دښمنانو د ده په وړاندې هر ډول تبليغاتو څخه کار اخيست او بلاخره يې د ده د له منځه وړلو لپاره ۸۰۰ سوه زره افغانۍ جايزه هم وټاکله خو د وسلوالو مخالفانو دغه کار زموږ د اتل او ښاغلي سرتېري روحيه لا پياوړې کړه، د وسلوالو مخالفانو پرلپسې دغو وړانديزونو، چې د دندې په پرېښودلو سره به پيسې او امکانات ورکړي په ده هېڅ تاثير ونه کړ د رد باوجود يې هره ورځ د دښمن په ځالګيو پسې مخ په وړاندې تګ کاوه او د دې خاورې او هيواد سره د مينې له کبله يې دښمن په تېښته کړی و، د ده په وجود کې وينه په جوش راغلې وه، دښمن يې تارمار کړ او په مېړانه د جګړې هر ډګر ته مخکې شو او قومندان عبدالحميدخان د خپلو همځولو سربازانو په قطار کې په يو اتل بدل شو خو د دې وطن دښمنانو زموږ دغه اتل هم د ۱۳۹۸ لمريز کال د غويي (ثور) مياشتې په ۱۹ نېټه د باغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ په اکازي سيمه کې د دښمن له لوري د يو تهاجمي بريد په ترڅ کې شهيد شو. الله دې زموږ د دغه اتل شهيد ګور همداسې روښان او د دې هيواد د نورو سرتېرو ژوند له اتلوليو ډک لري.

چې په کلکه هر دښمن ته لکه غر غوندې ولاړ دی

دا د دې خاورې اتل دی دا د دغه ولس وياړ دی.