د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۱۲۶ ترهګرو وژل کېدل

s.mohmand

کابل-افغانستان: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترهګرو د ځالو او د شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه ۷ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۷ ځانګړې کوماندويې دندې او ۶ هوایي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۶۴ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۱۲۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوایي ملاتړ، د زابل، میدان وردګ، غزني، هلمند، فراه، سرپل، بادغیس، تخار بلخ، غور او کاپیسا په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په پایله کې د د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ کې د طالبانو د ۲ تنو مهمو قوماندانانو هریو جمیل تلاوت او مولوی هیبت په ګډون ۴۲ تنه ترهګر وژل شوي، د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو د ۵ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو مولوی میوند، ملاغوث، ملا همایون، ملا خطاب کوچی او جمال ناصر په ګډون ۲۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۹ تنه ټپیان او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالی د کوسای بازار په سیمه کې ۲۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان او د هلمند ولایت د مارجې او نهر سراج ولسوالیو کې د نهر سراج ولسواالۍ د طالبانو پوځي مسؤل په ګډون ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او یو پټنځای له منځه وړل شوی دی .

همدا راز، د فراه ولایت د بالابلوک او مرکز اړوند سیمه کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان یو موټر او یو شمیر سولې او مهمات له منځه وړل شوي، د فاریاب ولایت دپشتونکوت ولسوالۍ کې ۴ تنه  ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان ، د وسلو پیرودلو ۲ دوکانونه او د مهماتو ۲ ډیپو ګانې سوځول شوي ، د سرپل ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپيان او ۸ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.