د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۵۷ ترهګرو وژل کېدل
کابل-افغانستان: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شته تهدیدونو او د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو په موخه، ۷ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۸۰ ځانګړې کوماندویي دندې او ۴ هوایي بریدونه تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۸۵ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۵۷ ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او ۳ تنه ژوندي نیول شوي دي.
دا عملیات د افغان او غوڅ ملاتړ هوایي ځواکونو په ملاتړ د لغمان، غزني، تخار، خوست، میدان وردګ، زابل، کندهار او پکتیا په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په پایله کې د هلمند ولایت په نوزاد او موسی کلا ولسوالیو کې۲۱ تنه ترهګر وژل شوي، د دښمن یوه سوق اداره، ۲ میله سلاح، ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي ، د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په تولګه، آهنګران، قشلاق او کاکا منګل کلیو کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۴ تنه ټپیان، د دښمن دوه پټنځایونه په بشپړه توګه له منځه وړل شوي، د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان ، د تخار ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي، یو کرولا ډوله موټر او ۲ میله کلاشینګوف د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لاس ته راغلي دي.
همدا راز د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۳ تنه نیول شوي، د ترهګرو ۵ میله کلاشینکوف، ۲۷ شاژورونه، د راکټ ۱۰ مرمۍ او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي ، د زابل ولایت په ارغنداب او شینکۍ ولسوالیو کې یو تن ترهګر وژل شوی، د دښمن هغه هاموې ته هم چودنه ورکړل شوې، چې په چودېدونکو توکو بار و، د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان دي او ۹ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.