دفاریاب ولایت کې د طالبانو یو زندان له منځه یو وړل شو

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۶ - ۱۱:۴۶
نابودی یک زندان طالبان در ولایت فاریاب

په ټول هیواد کې د طالبانو له زندانو څخه د بندیانو د ژغورلو لپاره د ملی دفاع وزارت د رهبرۍ هییت د سپارښتنې پر بسټ، تیره شپه د هیواد میړنیو کماندو ځواکونو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د شاخ سیمې کې ځانګړي عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې د دښمن یو پټ زندان له منځه وړل شوی دي . په دې عملیاتو کې:

١- ٥١ تنه زمونږ هیواد وال چې ٣١ تنه یې د ملي اردو سرتیري، ٢ د کماندو ځواکونه،٣ تنه د ملي پولیسو سرتیري، ١٢ تنه د عامه نظم سرتیري، ٤ تنه ملکي وکړي او ٨ تنه بهرنیان د طالبانو له بنده ژغورل شوي دي.

٢- ٢٠ تنه طالب ترهګر او ٤ تنه داعشیان چې د زندانیانو په منځ کې ول د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

همدا راز په یاده نښته کې ٣ تنه طالب ترهګر هم وژل شوي دي. ”هیڅ یو د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتیری به د دښمن په بند کې پاتې نشي“

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله”خالد“

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۲۲:۳۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او د وسلوال پوځ لوی درستیز د سیمیزو قطعاتو له مسؤلینو سره په VTC (ویډیو کنفرانس) کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د سیمیزو قول اردوګانو، قطعات او جزوتامو له مسؤلینو او. . .

بېرته خبرونه ته