د غور په ولایت کې د طالبانو د یو زندان نه ٩ تنه زمونږ بیګناه هیواد وال وژغورل شول!

s.mohmand

تیره شپه د کماندو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د سرخ بلاغ له سیمې د یو زندان نه ٩ تنه بیګناه هیواد وال د طالبانو له بند نه وژغورل شول.
د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د وزارت د رهبرۍ د لارښوونو د پلي کیدو لپاره د دښمن له بنده د بندي هیوادوالو د ژغورو لپاره خپل عملیات په ډیره جدي توګه پر مخ وړي.