د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير دزابل ولايت امنيتي وضيعت ارزونه وکړه

اسدالله خالد د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير نن د يوه پلاوي په ملتيا د زابل ولايت د امنيتي وضيعت د ارزونې او د امنيتي چارواکو سره د ليدنې په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
د ليدنې پر مهال يې د زابل ولايت
چارواکو ته د امينت د راوستلو لپاره لازمې سپارښتنې وکړې او يوځل بيا يې د لويو لارو د امنيت خونديتوب د امنيتي ځواکونو د کړنو لومړيتوب وباله.