د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۸۴ ترهګرو وژل کېدل
کابل-افغانستان: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۷ ځانګړې کوماندویې دندې او ۲۴ هوایي بریدونه د ترهګرو د ځالو او د دښمن لخوا د شته تهدیداتو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړل، هوايي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۱ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۸۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.
دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ، د هلمند، غزني، بلخ، بادغیس، هرات، خوست، ننګرهار زابل، سمنګانو او بغلان په ولایتونو کې تر سره شوي، په پایله کې د غزني ولایت مقر ولسوالۍ د هستي کلي کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، د هلمند ولایت د کجکي، نادعلي، نهرسراج، ګرشک ولسوالیو او مرکز کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی ، د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ د پرتله، غونډۍ او لیوانخیلو کلیو کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او یوه عراده موټر له منځه وړل شوی ، د فاریاب ولایت دولت آباد او المار ولسوالیو کې۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او یوه عراده موټرسایکل له منځه وړل شوی او د غور ولایت شهرک ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، د سوق او ادارې یو مرکز، یو محبس، ۱۰ عرادې موټرسایکلونه، ۶ پټنځایونه ویجاړ او د طالبانو د نومول شوی ولسوال یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.
همدارنګه د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان ، د بلخ ولایت بنګاله کلي کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان ، د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان، د زابل ولایت د شینکیو ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي دي.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.