د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۸۴ ترهګرو وژل کېدل
کابل-افغانستان: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ ګډ پلان شوي تهاجمي او چاڼیز عملیات، ۷۹ ځانګړې کوماندویې دندې، ۱۵ هوایې بریدونه د ترهګرو د ځالو د لمنځه وړلو په موخه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي، هوایي ځواکونو ۱۵۸ الوتنې د ملي اردو په ملاتړ ترسره کړې، چې په پایله کې ۸۴ طالب ترهګر وژل شوي او ۳۱تنه نور ټپیان شوي دي.
دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د غور، بالامرغاب، زابل، هلمند، سمنګان، بلخ، بغلان کندهار، غزني، پکتیکا او کاپیسا په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په پایله کې د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ کې د طالبانو له خواه د نومول شوي ولسوال مرستیال ملا باقی په ګډون۴۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان، د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبان د یو تن سیمه ایز قوماندان ملا حیات په ګډون ۲۰ تنه ترهګر وژل شوياو ۴ تنه ټپیان او د ارزګان ولایت د چهار چینو ولسوالۍ کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي .
همدا راز، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او د زابل ولایت د شاه جوي ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي .
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.