د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۸۸ ترهګرو وژل کېدل

s.mohmand

کابل-افغانستان: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ ګډ پلان شوي تهاجمي او چاڼیز عملیات، ۷۹ ځانګړې کوماندویې دندې، ۱۴ هوایې بریدونه د ترهګرو د ځالو د لمنځه وړلو په موخه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي، هوایي ځواکونو ۱۷۷ الوتنې د ملي اردو په ملاتړ ترسره کړې، چې په پایله کې ۸۸ طالب ترهګر وژل شوي، ۶۶ تنه ټپیان او ۲ تنه نور نیول شوي دي.

دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د میدان وردګو، لوګر، غزني، هلمند، تخار، کندز، غور،  بلخ سمنگان، کاپیسا، هرات، کندهار  او پکتیکا په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په پایله کې د  میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کې د ۱۷ تنو پاکستاني ترهګرو په ګډون، ۵۷ تنه طالب  ترهګر وژل شوي ، ۶۰ تنه ټپیان، ۱۵ میله وسلې ، ۵ توغندي، یو دوربین او ۴ مخابری لاسته راغلي ، د هلمند ولایت د  سنګین، نهر سراج  او کجکی ولسوالیو کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو پټنځای ،۲ موټر،  ۱۶۰ تیرکشونه یو موټر سایکل او ۸ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي، د لوګر ولایت د چرخ ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي .

 همدا راز، د غور ولایت مرکز فیروزکوه کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، د کندز ولایت د ګورتیبې په سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ کې ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۱۳ سیټه مبایلونه، ۲دیجیتل تیلفونونه ُ ۶ پاسپورته ُ ۱۶ سیمکارتونه  او د دښمن اړوند یو شمیر تیلیغاتی پانې لاسته راغلی دی  . 

 دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.