د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۳۲۶ تنه ځوان منسوبین فارغ شول 

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د سیمه‌ ییزو قول اردوګانو او ملي نظامي اکاډمۍ د ۱۶مې دورې څخه ۳۲۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د توپچي، زرهدار، پياده، انجینري، مخابرې، حقوقو او کمپیوټر له څلورنیم میاشتنیو نظري او عملي زده کړو له ترلاسه کولو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد"حمیدي"، د ښوونې، روزنې او دوکتورینو ریاست رئیس شیخ دادمحمد "محمدي"، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قومانداني قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" او ګن شمېر مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

مسؤولینو په خپلو خبرو کې د ملي اسلامي اردو ځواکونو په معیاري پوځي روزنه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "هڅه کوو چې منسوبین په پوځي او مسلکي زده کړو سربېره په فکري او عقیدوي زده کړو هم سمبال کړو" ورته مهال؛ مسؤولینو فارغانو ته په خپلو سپارښتنو کې وویل: "د الله تعالی د احکامو او اسلامي شریعت په رڼا کې اسلامي نظام ته مخلصانه خدمت وکړئ، له اختلاف او تعصب څخه ځانونه وساتئ او د ورورولۍ، همکارۍ او احترام پر بنسټ له ولسونو سره چلند وکړئ."

په پای کې فارغانو مسؤولینو ته ډاډ ورکړ چې د سر او مال په بدل کې به له اسلامي نظام او هېواد څخه دفاع او ساتنه کوي؛ مراسم  فارغانو ته د مسؤولینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.