د ۲۱۵ عزم قول اردو د منسوبينو له لوري ۷۳۰ کيلو ګرامه مخدره توکي کشف او تر لاسه شول

s.mohmand

د ۲۱۵ عزم قول اردو د اوومې سرحدي محمدي لواء د څلورم خالد بن وليد کنډک منسوبينو له لوري د هلمند ولايت د بهرامچې ولسوالۍ په ليډريک سيمه کې يو عراده موټر چې ۷۳۰ کيلو ګرامه ترياک پکې ځای پرځای شوي وو او له ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته قاچاق کیدل کشف او ترلاسه کړل.

د یادولو وړ ده چې د ياد موټر سره درې تورن کسان هم د يو ميل پیکا، يو ميل کلاشينکوف او دوه پايې سټلایټ تليفونونو سره يوځای نیول شوي چې د څيړنو او تحقيقاتو په موخه به اړوندو برخو ته وروپېژندل شي.