د ٢٢١ شهید آفتابؒ فرقې له ښوونیز او روزنيز مرکز څخه ٣٠٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزرات اړوند د ٢٢١ شهیدآفتابؒ فرقې له ښونېز او روزنيز مرکز څخه ٣٠٠ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو پوځي، فکري او عقیدوي زده کړو څخه ورسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په پار وړاندې شول.

په یادو مراسمو کې د ٢٢١ شهیدآفتاب درستیزوال مولوي ثناء الله "سنګین فاتح"، علماء کرامو، قومې مشرانو او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مولوي ثناء الله "سنګین فاتح" فارغانو ته د وینا پر مهال د اسلامي اردو په زده کړو ټینګار وکړ او زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې منسوبین‌ د پوځي او فکري زده کړو سربېره په پرمختللو اسلحو او مجهزو پوځي تجهیزاتو سمبال کړو. همداراز یې وویل چې د بیت المال په ساتنه کې کوشش وکړﺉ، د خپلو هيوادوالو سره ښه سلوک وکړﺉ او اعتماد یې ترلاسه کړﺉ.

په پای کې فارغانو مسؤولینو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د خلکو د امنیت او هیواد څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې به له پوره اخلاص څخه کار اخلي؛ مراسم د فارغانو له لوري د پوځي نمایشاتو او تکتیکونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسیدل.