د ۲۰۳ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٥٠٠ تنه منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ٢٠٣ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٥٠٠ تنه منسوبین له درې مياشتنيو بېلابېلو نظامي مسلکي او عقیدوي زده کړو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغه مراسمو کې د ٢٠٣ منصوري قول اردو قوماندان قاري محمد اسماعيل "راسخ"، د عبدالله بن مسعود رض د جګړایزو زدکړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله "مدني"، د ٢٠١ خالید بن ولید قول اردو مرستيال مولوي محمد "نظامي"، علماء کرامو او ګڼ شمېر مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسؤولینو په خپلو خبرو کې وویل: اسلامي نظام په تقوا، علم، ایمان او عدالت باندې ولاړ دی، د اسلامي نظام د نفاذ، حاکمیت او پایښت لپاره په اسلامي او عقیدوي روحیه سبماله مسلکي ملي اسلامي اردو شتون تر ټولو مهم او ضروري دی؛ همدارنګه فارغانو ته يې وویل: چې د بیت المال ساتنه وکړئ، د هیوادوالو سره ښه سلوک وکړئ، خپلې ترلاسه کړي زده کړې نورو منسوبینو ته هم ور زده کړئ.

په پای کې تازه فارغ شویو منسوبینو له لوري د بېلابېلو نظامي او مسلکي زده کړو عملي نمایشونه وړاندې شول او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.