د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۳۸۷ تنه منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د ښوونيز مرکز له اتمې دورې څخه ۳۸۷ تنه منسوبین له تکتیک، توپوګرافي، مخابرې، انجینري، صحیه او د سپکو او درنو اسلحو له درې میاشتنيو مسلکي زده کړو وروسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

چې په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ايزو ګډو زده کړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله "مدني"، د خالد بن وليد قول اردو قوماندانۍ د شرعي دورې استاد شیخ عبدالرحمن، د لغمان ولايت د علماوو شورا رئیس شیخ محمد سليم "حقاني" د یادې قول اردو مرستيال مولوي محمد "نظامي" او ګڼ شمېر مسؤولينو او منسوبینو ګډون کړی وو

شیخ محمد سلیم"حقاني" فارغانو ته په خپلو خبرو کې وويل: دا ستاسې د اعداد برکت دی چې په نړیواله سطحه باندې ځلیږو او په هر هغه څه چې جهاد پیاوړی کیږي قوت دی، نو په هر مؤمن باندې فرض ده چې د کافرو په مقابل کې جهاد او اعداد وکړي؛ له خپلو استعدادونو ګټه واخلئ او په عصري ټکنالوژۍ باندې ځانونه سمبال کړئ. همداراز یې زیاته کړه: د شهیدانو پاکې وينې، قربانۍ او ارمانونه هېر نکړئ، د دنيا منصب پسې لاړ نشئ، په مادیاتو خپل جهاد خراب نکړئ، نظام په یو واحد او یو قوت وساتئ.