د ملي دفاع وزارت د قرارګاه د منسوبينو لپاره د اصلاحي درس د وړاندې کولو تر څنګ د تفتیش ریاست لسګونه تنه مداومین د تفتيش بنسټيز کورس څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف چارو ریاست له لوري د وزارت د قرارګاه ټولو منسوبینو ته اصلاحي درس د وزارت په تالار کې وړاندې شو.

د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف چارو رئیس مولوي سیداغا "ابومقبول عاکف" له لوري د ذوالحجې میاشتې په فضلیت او همدارنګه د عید سعید اضحی (لوی اختر) کې د قربانۍ په هکله هر اړخیز معلومات په تالار کې شته منسوبینو او ګډونوالو ته وړاندې شول.

د یادونې وړ ده چې په یاد مجلس کې لسګونه تنه مفتشینو ته چې مخکې ورته د تفتيش بنسټيز کورس دایر شوی وو، د فراغت تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې؛ د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله "حکیمي" پخپلو خبرو کې د تفتيش مداومینو ته د ښه او مسلکی تفتیش کولو او خپلو کارونو ته د لا ښه متوجه کېدو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.