د تعلیماتو او پرسونل معينيت معین حافظ عبدالمجید د ۲۲۱ شهید آفتابؒ فرقې د تعلیمي مرکز څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معينيت معین حافظ عبدالمجید چې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد"محمدي" او د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله"مدني" یې ملتیا کوله د ۲۲۱ شهید آفتابؒ فرقې د تعلیمي مرکز څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال ياد پلاوي د ۲۲۱ شهید آفتابؒ فرقې له قوماندان فرید احمد "فرهاد"، مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې ورسره هر اړخيزې خبرې او سپارښتنې وکړې.