د ځانګړو ځواکونو فرقې څخه ۱۰۰۰ تنه منسوبین د پرمختللو نظامي زده کړو څخه فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو د ښوونځي د تخصصي څانګې د یوې میاشتنۍ پرمختللو نظامي زده کړو څخه د ځانګړو ځواکونو د لمړي مشترک کنډک، ګرځنده زغروال کنډک او څلورم مشترک کنډک څخه ۱۰۰۰ تنه منسوبین نن د یو لړ مراسمو په لړ کې فارغ شول.

 په یادو مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد"حقاني"، د یادې فرقې درستیزوال مولوي محمد اسماعيل"مصطفی"، د فرقې د عالي زده کړو د ښوونځي قوماندان مولوي نوراحمد "سیف اللّٰه آغا"، ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

د یادې فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد "حقاني" او مسؤلینو د خپلو خبرو په ترڅ کې فارغ شویو منسوبینو ته د مبارکی ترڅنګ وویل: کومې زده کړې چې د مسلکي استادانو له لوري شپه او ورځ تاسو ته درکول شوې، د دې ټولو موخه د اسلامي نظام بقا او د ګران هېواد ساتنه ده، په دې سپیڅلې لاره کې زموږ او ستاسو نیت باید د اعلاء کلیمة الله لپاره وي، تاسو باید په پوره قوت د بیت المال په ساتنه کې کوشش وکړئ؛ همدارنګه د دندو د ترسره کولو پر مهال په سیمه کې د خلکو سره ښه سلوک وکړئ او د هغوی اعتماد ترلاسه کړئ.

د مراسمو په پای کې فارغ شوو منسوبینو مسؤلینو ته ډاډ ور کړ، چې د ژوند تر آخرې سلګۍ پورې به د اسلامي نظام، خپل هېواد او خلکو د  سر او مال څخه به دفاع او ساتنه کوي.