د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د ظرفیت لوړونې له سمینار څخه ٧٥ تنه منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د ساحوي قطعاتو او جزوتامونو څخه ۷۵ تنه منسوبین د مخابرې،سټلايټ او کمپيوټر په برخه کې د ۸ ورځني مسلکي سمینار له بشپړولو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یادو مراسمو کې د کشف او استخباراتو د معینیت سرپرست مولوي حيات الله "حاجي ماما"، د ستردرستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق"، د ملي دفاع وزارت ګڼو رئيسانو او یو شمېر نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو د دې ډول سیمینارونو له ترسره کېدو  خوښي څرګنده کړه او منسوبینو ته یې په خبرو کې وویل: تاسو چې په دې دوره کې کوم څه زده کړي له هغو څخه باید په سمه توګه ګټه واخلئ، د دښمنانو اهداف شنډ کړئ او د نظامي اسرارو ساتنه وکړئ؛ موږ باور لرو چې زموږ ملي اسلامي اردو په قوي عقیده سمبال ده، چې د الهي نصرت او قوي ارادې په لرلو سره به د خپل هېواد او نظام څخه په کلکه دفاع وکړي.

مراسم فارغانو ته د تصديق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.